له خیاطۍ څخه فارغو مېرمنو ته د تصدیق پاڼو ویش!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کابل مرستون هغه لس تنه ښځینه مشمولینې، چې څه موده وړاندې یې د مشمولیت دوره بشپړه او له ټولنې سرې وصل شوې دي، نن شنبه د روان ١٣٩٩ لمریز کال د مرغومي پر شپږمه نیټه د خیاطۍ له لس میاشتني کورس څخه فارغې او د یاد ریاست د ریس ښاغلي محمد سلیم وردک په حضور کې یې خپلې تصدیق پاڼې ترلاسه کړې.