فراه ولايت کې ٧٨٤٣ تنه اړمنو ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۱:۵۷
خبر

فراه ولايت کې ٧٨٤٣ تنه اړمنو ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د فراه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٠٨٠ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ١٩٣ تنو ټپیانو ته د پانسمان، ١٥٥٣ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ٢٧٠١ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٤٦٩ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو سربېره د ٨١ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته يې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي هم ورکړي، د دې ترڅنګ ٧٦٦ مېرمنو ته يې د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۱۳
Background image

خوست؛ ۵۴ رضاکارانو ته د روغتیايي کېټونو وېش ترسره شو

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په مرکز، ځاځي میدان او ګربزو ولسوالیو کې ۵۴ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د روغتیا ساتنې کېټونه ورکړل شول، چې له مخې يې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۲
Background image

کندهار کې ۱۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ۱۶.۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ۱۶.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.

د یادې مرستې له مخې هرې کورنۍ ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۸
Background image

د هرات په کوه زور کې د سېلابونو له امله زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د کوه زور ولسوالۍ د درمبید په سیمه کې د سختو ورښتونو له امله یوې سېلاب ځپلې کورنۍ سره د بشري خواخوږۍ په موخه نغدي مرسته. . .

BACK TO NEWS