د افغاني سرې میاشتې مرستیال تورخم بندر او عمري پنډغالي کې د سرې میاشتې له کلینیکونو لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۵:۲۲
خبر

د افغاني سرې میاشتې مرستیال تورخم بندر او عمري پنډغالي کې د سرې میاشتې له کلینیکونو لیدنه وکړه!

نن دوشنبه د شوال د میاشتې پر ۳۰مه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن له مل پلاوي سره په تورخم بندر کې د ګرځنده روغتیایي کلینیک او عمري پنډغالي کې د سرې میاشتې له روغتیایي کلینیک څخه لیدنه وکړه.
لیدنه کې ښاغلي مرستیال په روغتیایي برخه کې د مسئولینو بشرپال خدمات وستایل او د موجوده ستونزو د حل په موخه یې ډاډ ورکړ.
دغه راز نوموړي له راستنېدونکو کډوالو سره د ښه چلند او لا غوره خدماتو په موخه مسئولینو ته لازمې سپارښتنې هم وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۴۲
Background image

پنجشېر؛ ۲۵۰ راستنو شویو کورنیو ته ۱۹ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۲۵ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د مرکز او د شتل، رخه، عنابه او حصه اول ولسوالیو ۲۵۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته ۱۹ ټنه د خوراکي توکو مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو د مسلکي روزنې لپاره د نړیوال فدراسیون د همکاریو پر دوام ټینګار وشو

پنجشنبه، ۲۵ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له مشر ښاغلي حسام فیصل سره د سرې مياشتې د ظرفیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

غزني؛ د ۵۰ رضاکارانو لپاره د خوندي لاسرسي او رضاکارانو مدیریت څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په نماینده ګۍ کې د ۵۰ رضاکارانو لپاره د خوندي لاسرسي او رضاکارانو مدیریت تر عنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS