سرپرست عمومي رئیس د راستنو شویو کډوالو د وضعيت  ارزونې په موخه د تورخم صفري نقطه کې د افغاني سرې میاشتې له خدماتو لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۷:۱۱
خبر

سرپرست عمومي رئیس د راستنو شویو کډوالو د وضعيت  ارزونې په موخه د تورخم صفري نقطه کې د افغاني سرې میاشتې له خدماتو لیدنه وکړه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن شنبه د شوال د میاشتې په ۱۴مه د راستنو شویو کډوالو د وضیعت ارزونې او هغوی ته د لا زیاتو مؤثرو خدماتو د وړاندې کولو په موخه په تورخم صفري نقطه کې د کډوالو د ثبت او لېږد له پروسو او دا راز له روغتیایي خدمتونو لیدنه وکړه.

یاده لیدنه کې سرپرست عمومي رئیس د اړوند څانګو ځایي مسؤلینو ته د اخلاص او ژمنتیا په اساس د بشري خدمتونو د وړاندې کولو لارښوونې وکړي او ترڅنګ یې د هغوی ستونزې له نږدې واورېدې او د حل ډاډ یې وړاندې کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۳
Background image

هرات؛ د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ خیریه بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه د غير خوراکي توکو بشري مرسته په هرات ولایت کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.

دغه مرسته د اړمنو کورنیو د لاسنیوي او. . .

BACK TO NEWS