په کاري چاپېریال کې د کارکوونکو د اړتیاوو معلومولو په موخه ناسته وشوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۵۸
خبرونه

په کاري چاپېریال کې د کارکوونکو د اړتیاوو معلومولو په موخه ناسته وشوه!

نن دوشنبه د رمضان میاشتې پر ۱۷مه، د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د ریاستونو او مستقلو آمریتونو اړوند د کارکوونکو د کاري وړتياوو د معلومولو او په کاري چاپېریال کې د شته ستونزو د هواري په موخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې د ګمارل شوي ټيم له لوري ددې خیریه ملي ټولنې له کارکوونکو څخه په لیکلې بڼه په کاري ساحه کې د شته ستونزو او اداري چارو د لاښه والي په موخه معلومات واخیستل شول.
ياده دې وي چې د ملکي خدمتونو اداره به د ستونزو تر تحلیل او ارزونې وروسته په اړونده برخو کې کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې ورکشاپونه دایر کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

تخار کې ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۳۰ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د بنګي او اشکمش ولسوالیو ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه

سې شنبه، ٣٠ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو د ۱۳م پړاو اتلولي خپله کړه. یادې سیالۍ، چې د بدني روزنې او ورزش ادارې له لوري په ملي جمنازیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

BACK TO NEWS