بلخ، پکتیا، لغمان، کندهار، بامیان او جوزجان ولایتونو کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو خُرما ووېشل شوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۳:۲۹
خبر

بلخ، پکتیا، لغمان، کندهار، بامیان او جوزجان ولایتونو کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو خُرما ووېشل شوه!

نن چهار شنبه د رمضان د میاشتې پر ۱۲مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۶۸۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره په بلخ، ۵۰۰ کورنیو سره په پکتیا، ۴۲۵ کورنیو سره په لغمان، ۳۳۰ کورنیو سره په جوزجان، ۲۵۰ کورنیو سره په بامیان او ۲۵۰ کورنیو سره په کندهار ولایت کې په ټوله کې د ۹.۷۴۰ ټنه خُرما مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته چې د سعودي عربستان هېواد له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۴ کیلو خُرما ورکړل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS