سعودي عربستان افغاني سرې میاشتې سره د ١٠٠ ټنه خُرماوو مرسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۷:۴۸
خبرونه

سعودي عربستان افغاني سرې میاشتې سره د ١٠٠ ټنه خُرماوو مرسته ترسره کړه!

نن یکشنبه د رجب د میاشتې پر ۲۵مه، د سعودي عربستان هېواد له لوري له اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د مرستې په موخه افغاني سرې میاشتې ته ۱۰۰ ټنه خُرما د سرپرست عمومي رٸيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي د مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن او په افغانستان کې د سعودي عربستان د سفير ښاغلي فيصل بن طلق البقمي په شتون کې وسپارل شوه.

د یادې مرستې د سپارلو پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس د سعودي عربستان له دوامداره او همېشنیو مرستو څخه د مننې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له عقيدتي او فرهنګي پلوه تاريخي او مهمې وبللې.
دا راز ښاغلي دلاور افغانستان د تېرو څو لسيزو ناخوالو او اقليمي بدلونونو له امله یو ځپل شوی هېواد یاد کړ او له ټولو کورنيو او بهرنيو خیریه بنسټونو څخه یې د بیړنیو او اړینو مرستو غوښتنه وکړه.
ورپسې په افغانستان کې د سعودي عربستان سفير په خپلو څرګندونو کې خوښې څرګنده کړه، چې توانېدلي د افغانانو لاسنیوی وکړي او راتلونکي کې یې د ورته بشرپالو مرستو د دوام ژمنه  وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۷:۴۴
Background image

هرات؛ ۳۷ رواني ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لویدیځ زون په کچه په هرات ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۳۷ تنه نارینه ناروغان تر بشپړې درملنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۵۰
Background image

کابل؛ د پروژو د اغېزمن مدیریت او معياري پروپوزل ليکنې په اړه لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پلان‌ جوړونې آمریت له لوري د پروژو د پرمختللي مدیریت، پروپوزل لیکنې، څارنې، ارزونې، حساب‌ ورکونې او زده‌ کړې په برخو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

بدخشان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

یکشنبه، ٢ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۸۷۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS