نن چهارشنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۱۸مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ په پونز سیمه کې د اور لګېدنې له امله له ۳ زیانمنو شویو کورنیو سره ۴ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته یو ترپال، ۶ کمپلې

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۵:۱۴
خبرونه

نن چهارشنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۱۸مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ په پونز سیمه کې د اور لګېدنې له امله له ۳ زیانمنو شویو کورنیو سره ۴ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته یو ترپال، ۶ کمپلې، ۱ سیټ د پخلنځي توکي او ۲ کیلو شین چای ورکړل شو.

همدا راز د یادو کورنیو له جملې له ۲ کورنیو سره د ۲ خېمو مرسته هم ترسره شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۰:۵۱
Background image

کاپيسا؛ ٦٤٨٦ هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

دوشنبه، ١٧ صَفَر ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کاپيسا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٣٨٨ ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۷:۳۴
Background image

بدخشان؛ د خطر کمولو کمېټو غړو ته اووه ورځنی روزنیز ورکشاپ وړاندې شو

دوشنبه، ۱۷ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د خطر کمولو کمېټو غړو ته د اقلیمي بدلون، خطر کمولو او لومړنیو روغتیایي مرستو تر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۷:۲۵
Background image

افغاني سرې میاشتې ته د څه باندې ۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د روغتیايي توکو او درملو مرسته وسپارل شوه

دوشنبه، ۱۷ صَفر ۱۴۴۷
په لویدیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي همکارۍ د څه باندې ۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د. . .

BACK TO NEWS