د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د مرکزي ریاستونو له مسئولینو سره ناسته ترسره کړه
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د مرکزي ریاستونو له مسئولینو سره ناسته ترسره کړه
نن د ربیع الآخر د میاشتې پر ۲۷مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي الحافظ عزیز الرحمن د دې خیریه ملي ټولنې دمرکزي دفتر د رئیسانو سربېره د ځينو ولایتي نمایندګیو له مسئولینو سره په آنلاین بڼه اداري ناسته وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په ښه شکل د اداري کړنو او خدماتو ترسره کولو په برخه کې د هر اړخیزو لارښوونو او وینا ترڅنګ ټينګار وکړ، څو تر لاس لاندې کارکوونکي خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړي او هغوی سره د اداري اصولو په رڼا کې صمیمانه چلند وکړي. دا راز ښاغلي دلاور ناسته کې د ګډونوالو ستونزې او نظرونه واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ.
https://www.malgari.com/arcsafghanistan