د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشت کوه ولسوالۍ په آب کل کلي کې ۱۲۰ تنو مسلکي او غیر مسلکي کارګرو ته د کار په بدل کې د پیسو په لومړي پړاو کې په ټولیز ډول یو میلیون او څلور سوه پنځه دېرش زره (۱،۴۳۵،۰۰۰) افغانۍ مزد ورکړل شو.
نن سه شنبه د ربیع الأول د میاشتې پر ۲۸مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشت کوه ولسوالۍ په آب کل کلي کې ۱۲۰ تنو مسلکي او غیر مسلکي کارګرو ته د کار په بدل کې د پیسو په لومړي پړاو کې په ټولیز ډول یو میلیون او څلور سوه پنځه دېرش زره (۱،۴۳۵،۰۰۰) افغانۍ مزد ورکړل شو.
د یادونې وړ ده، چې هر مسلکي کارګر ته په ورځني ډول ۷۰۰ او هر غیر مسلکي کارګر ته ۵۰۰ افغانۍ وسپارل شوې.