قرغزستان هېواد افغاني سرې میاشتې ته ۱۲۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته وسپارله

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۸:۵۴
خبرونه

قرغزستان هېواد افغاني سرې میاشتې ته ۱۲۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته وسپارله
نن شنبه د ربیع الأول د میاشتې پر ۲۵مه، د قرغزستان هېواد ۱۲۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته، چې ۹۰ ټنه اوړه، ۱۵ ټنه غوړي او ۱۵ ټنه بوره په کې شامله وه؛ په افغانستان کې د قرغزستان هېواد د سفیر ښاغلي جولچیف دانیار باقراویچ له لوري بلخ ولايت کې د شمال زون، نمایندګۍ او ولايتي مسٸولينو په شتون کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه.
د مرستې د سپارلو په مراسمو کې د بلخ ولایت د مقام مرستیال ښاغلي نور الهادي ابو ادريس په خپلو څرګندونو کې د قرغزستان هېواد په ترسره کړې مرسته خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې یاده مرسته به د سرې میاشتې لخوا د يوې شفافې پروسې له لارې پر اړمنو او بېوزلو وويشل شي.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې د نمایندګۍ رئیس ښاغلي قاري محمد یونس معصومي هم په خبلو خبرو کې د یاد هېواد د خوراکي توکو د مرستې د مننې ترڅنګ د قرغزستان هېواد استازي او د بلخ ولایت مسؤلينو ته ډاډ ورکړ چې یاده مرسته به تر سروې وروسته په نږدې راتلونکي کې پر بېوزلو او اړمنو کورنيو ووېشي.
په پاې کې په افغانستان کې د یاد هېواد سفیر ښاغلي باقراویچ د افغاني سرې میاشتې خدمات وستایل، نوموړي زیاته کړه: " له افغان ولس سره د قرغزستان هېواد د خلکو مرستې به دوامداره وي او زمونږ هڅه داده، څو د اړمنو او بېوزلو افغانانو د لاسنيوي په برخه کې خپلې مرستې لا پراخې کړو".

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۹:۰
Background image

بلخ؛ ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته ۷.۶ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

دوشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار د بېلابېلو ناحیو ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته ۷.۶ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته د ازبکستان هېواد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس او د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر له قلبي روغتون څخه لیدنه وکړه

دوشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر ښاغلي جوهانس بروور له قلبي روغتون څخه لیدنه وکړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۵۷
Background image

پروان؛ یوې داخلي مشمولې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په مرستون کې یوې داخلي مشمولې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

په دغې مرستې کې شپږ کمپلې، شپږ توشکې، شپږ. . .

BACK TO NEWS