۵۰ تنه کونډې ښځې چې د حرفوي زده کړو له بشپړولو وروسته ورته د جامو ګنډلو ماشینونه ورکړل شول
نن سه شنبه د صفر د میاشتې پر ۳۰مه، د افغاني سرې میاشتې مرکزي مرستون کې ۵۰ تنو بې سرپرسته کونډو سره د حرفوي زده کړو له بشپړولو وروسته راتلونکې کې پر ځان د بسياینې په موخه د جامو ګنډلو د ماشینونو سربېره د خیاطۍ اړوند ۲۷ قلمه توکو مرسته ترسره شوه.