د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ جلسه ددې ټولنې د سرپرست عمومي ریس ښاغلي شهاب الدین دلاور په مشرۍ ترسره شوه
نن پنجشنبه د صفر د میاشتې پر ۱٨ مه، د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ ناسته د یادې ادارې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور په مشرۍ ترسره شوه.
ناسته کې چې د افغاني سرې میاشتې مرستیال او نورو مسٸولينو هم ګډون درلود، د يو لړ مهمو موضوعاتو په اړه د بحث ترڅنګ د نظرياتو تبادله او لازمې پرېکړې وشوې.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مسؤلینو ته په کارونو کې په صداقت او ریښتینولۍ ټینګار وکړ او ښوونیزو مرکزونو کې د زده کړو د بهير او د ګرځنده روغتیایي ټيمونو د فعالیتونو په ګړنديتوب يې تاکيد وکړ.
همدا راز سرپرست عمومي رئیس د بحث شوو موضوعاتو په تړاو اړوندو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې هم وکړې.