د کونړ ولایت په ځینو ولسوالیو کې د ۱۴ سیلاب ځپلو کورنیو سره د ۴ قلمه غیر خوراکي توکو مرسته وشوه
نن يکشنبه د صفر د میاشتې پر ٧مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د اسمار، غازي آباد، مرورې، ناړۍ او شيګل په ولسواليو کې د وروستيو سختو اورښتونو له امله له ۱۴ زيانمنو شويو کورنیو سره د څلور قلمه غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته يو تخته ترپال، ۱ سیټ د پخلنځي توکي، ٢ د اوبو بوشکې او ۶ تختې کمپلې ورکړل شوې.