لغمان!
لغمان ولایت کې د پاکستان هېواد څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د جوړېدونکي مؤقتي پنډغالي د جوړېدو چارې دوام لري چې نن پنجشنبه د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۵مه به بشپړې شي. بیګا شپه له تورخم راغلې ۱۱ کورنۍ په خېمو کې ځای پر ځای شوې دي.


