هرات!
د افغاني سرې میاشتې لخوا د ربيع الثاني پر ۴مه، د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ په اړوندو کليو کې له ۸۲ زلزله ځپليو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه. په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۱۰ کیلو وريژې، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو مکروني، ۲ کيلو بوره يوه قطۍ روب، نيم کيلو چای، درې پاکټه کولچې، ۱ کمپله، ۱ ترپال ورکړل شول.