کابل!
افغاني سرې میاشتې نن د رجب پر ۲۸مه، د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۰ تنه ماشومان پلازمېنه کابل کې د درملنې په موخه باسط او صحت طفل روغتونونو ته ور وپېژندل. د یادونې وړ ده، چې افغاني سرې میاشتې له تېرو ۵ میاشتو راهیسې بېلابېلو روغتونونو ته د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۷۰۷ تنه ماشومان ورپېژندلي، چې د درملنې لګښت یې ټول افغاني سرې میاشتې په غاړه اخستى.
