کابل!
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او افغانستان کې د ملي ټولنو د فدراسیون د مشر نیسفور مګندي تر منځ د ښې همغږۍ او تدارکاتي ستونزو د حل په موخه ګډه انلاین ناسته وشوه. ناسته کې افغانستان کې د ملي ټولنو د فدراسیون نوی ټاکل شوی مرستیال هم معرفي شو. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل، چې اړینه ده د افغاني سرې میاشتې او د ملي ټولنو د فدراسیون ترمنځ تدارکاتي چارې د یو میکانیزم له لارې په بنسټیزه توګه حل شي؛ ترڅو وکړای شو له دې وروسته بشري خدمات پر وخت او په ښه توګه ترسره شي.