خبرتیا!

قدرمنو هېوادوالو! په پام کې ده د افغاني سرې مياشتې په مرسته د آلمان د سولې کلي د مؤسسې ډاکټران د ماتوهډوکو او په اور سخت سوځېدلو ماشومانو د کتنې، ټاکلو او ياد هېواد ته د لېږلو په موخه د روان ۱۴۴۴ سپوږميز کال د رجب المرجب مياشتې له ۱۸ تر ۲۴ چې د ۱۴۰۱ لمریزکال د سلواغې د میاشتې له ۲۰ تر ۲۶ نېټې سره سمون لري؛ کابل ته راشي. قدرمن ناروغ لرونکي هېوادوال کولای شي د لاندې ځانګړنو لرونکي ماشومان راولي.
.۱– د ناروغ عمر باید له یو کال څخه لږ او له ۱۱ کلونو ډېرنه وي.
۲– ناروغ بايد د پاسپورت په اندازه ۱۰ قطعې رنګه عکسونه ولري
۳– ناروغ باید د تابعیت اصلي پېژند پاڼه له درې رنګه کاپيانو سره ولري.
۴– د ناروغ د پلار او مور د تابعیت پېژند پاڼې له ۳ رنګه کاپيانو سره.
پته: د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر، کابل، ۵مه ناحیه، افشار، سيلو. شمېرې: ۰۷۲۸۹۰۰۱۸۳/ ۰۷۲۸۹۰۰۱۱۸ ۰۷۲۸۹۰۰۱۶۸/ ۰۷۲۸۹۰۰۲۱۳

