جوزجان، لوګر او کندهار!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۳ - ۲۲:۵
جوزجان، لوګر او کندهار!

روغتيا د انسانانو بنسټیز حق دى! افغاني سره میاشت د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې په لسګونه ګرځنده روغتیایي ټیمونه لري، چې په وړیا ډول له روغتیایي مرکزونو لرې پرتو سیمو کې د بېوﺯلو خلکو درملنه او روغتیا پالنه کوي. په همدې تړاو نن د سه شنبې په ورځ د جمادی الثاني په ۱۰مه، افغاني سرې میاشتې ګرځنده روغتیایې ټیمونه، د جوﺯجان ولایت فيض آباد او آقچې ولسواليو او همدارنګه د لوګر ولایت مرکز اړوند د کارته مامورینو ښارګوټي کې، اړمنو هيوادوالو ته په وړیا ډول، روغتيايي خدمات وړاندې کوي. په ورته مهال د افغاني سرې میاشتې له لورې کندهار ولایت کې، ۴۰ تنه ډاکټرانو ته د ظرفيت د پياوړتيا په موخه د روغتیایې، اداري، او معلوماتي (HMIS) سیستم په اړه، شپږ ورځنى ورکشاپ پیل شو.

 

جوزجان، لوګر او کندهار!

 

جوزجان، لوګر او کندهار!

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۷:۴۴
Background image

هرات؛ ۳۷ رواني ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لویدیځ زون په کچه په هرات ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۳۷ تنه نارینه ناروغان تر بشپړې درملنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۵۰
Background image

کابل؛ د پروژو د اغېزمن مدیریت او معياري پروپوزل ليکنې په اړه لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پلان‌ جوړونې آمریت له لوري د پروژو د پرمختللي مدیریت، پروپوزل لیکنې، څارنې، ارزونې، حساب‌ ورکونې او زده‌ کړې په برخو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

بدخشان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

یکشنبه، ٢ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۸۷۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS