میدان وردګ
د افغاني سرې میاشتې روغتیایې کمیټې له لورې د میدان وردګ ولایت دایمیرداد ولسوالۍ کې وګړو ته روغتیایې غونډه جوړه شوه. په یاده غونډه کې ګډونوالو ته د روغتیا ساتنې، د انتاناتو څخه وقایه او دساری ناروغیو دخپریدا د مخنیوي په اړه معلومات ورکړ شو. همداراز د یاد ولایت ښوونیز مرکز څخه ۳۵ تنه نارینه او ۲۰ تنه ښځینه زده کوونکي د دینې او انګلیسي ژبې له زده کړو فارغ او د افغاني سرې میاشتې له لورې د فراغت سندونه ورکړل شو.
