بدخشان

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۱/۹/۴ - ۴:۱۳
بدخشان

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت په داریم ولسوالۍ کې ۴۰۰ وچکالۍ ځپلو او اړمنو کورنیو ته د ۸ قلمه خوراکي توکو مرسته وویشل شوه. یاده مرسته کې ټولټال ۴۰ ټنه اوړه، نېږدې ۱۰ ټنه وریژې، ۴۰۰۰ لیتره غوړي، ۳۲۰۰ کیلو لوبیا، ۲ ټنه بوره، ۸۰۰ کیلو مالګه، ۴۰۰ کیلو چای او ۴۰۰ پاکټه بسکوټ شامل وو، چې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، ۱ کیلو چای او یو پاکټ بسکوټ وویشل شول. افغاني سرې میاشتې په روانه میاشت کې پر یاده مرسته سربېره په شهر بزرګ او شغنان ولسوالیو کې هم ۸۰۰ کورنیو ته یاده مرسته ویشلې.

 

بدخشان

 

بدخشان

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

غزني؛ د ۵۰ رضاکارانو لپاره د خوندي لاسرسي او رضاکارانو مدیریت څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په نماینده ګۍ کې د ۵۰ رضاکارانو لپاره د خوندي لاسرسي او رضاکارانو مدیریت تر عنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۵:۳۷
Background image

پکتیا؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۲۴ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۴۸۵۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کونړ؛ تېره يوه میاشت کې څه باندې ۵ زره ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

سې شنبه، ۲٣ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کونړ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۷۲۱ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS