د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د افغاني سرې مياشتې د زابل نمایندګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه.
نوموړي ته ددې سفر پر مهال په زابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د ښوونیز مرکز د زده کوونکو له لوري د ګلانو د ګيډيو پر ورکړه او خوږه ترانه هرکلى وویل شو. ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په زابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د ښوونیز مرکز د لیدلو ترڅنګ د نمایندګۍ له ټولو کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه، زابل ولایت کې یې د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو هلې ځلې وستایلې او کارکوونکو ته یې لازمې لارښوونې وکړې. نوموړي د کارکوونکو د ستونزو له اوریدو وروسته د ستونزو د حل ژمنه وکړه.
زابل ولایت ته د سفر پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په سیوري ولسوالۍ کې د اسلامــي اِمــارت د بنسټګر امــیرالمــومنــین ملا محمد عمــر مــجاهد رحمه الله د قبر لیدو ته هم ورغی.
