افغاني سرې میاشتې غزني ولایت کې ۵۰۰ کورنیو سره مرسته ترسره کړه!

د بشري مرستو پر دوام افغاني سرې میاشتې نن دوشنبه د ربیع الاول پر ۲۸مه د نړیوال فدراسیون او ترکیې هېواد په مرسته د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو ۵۰۰ اړمنو او مستحقو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې د مرستیال الحاج ملانورالدین ترابي صیب په شتون کې د خوراکي توکو اته قلمه مرسته ووېشله.
په وېشل مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره، ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو شین چای، ۲ کیلو مالګه او یو پاګټ بیسکویټ شامل وو.


