د بشري مرستو په لړ کې افغاني سرې مياشتې بلخ ولايت کې ۸۰۰ اړمنو کورنيو ته مرسته وويشله!
د جمعې په ورځ د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د ربیع الاول په ۱۸ مه د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ په بيلابيلو کليو کې، افغاني سرې مياشتې ۸۰۰ بېځایه شويو، بېوزله او وچکالۍ ځپلو کورنيو ته د ترکيې هېواد مرسته شوي خوراکي او غیر خوراکي توکي چې په کې ۷۵ کیلو اوړه او یوه بسته ژمني توکي شامل وو، په شفاف ډول ووېشل.
