زابل

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۶ - ۲۳:۷
 زابل

افغاني سرې مياشتې د ربیع الاول په ١٠مه نېټه د زابل ولایت په مرکز قلات کي ۴۰۰ سروې شويو سېلاب ځپلو کورنیو ته د دوست هیواد ترکیي د (IHH) خیریه بنسټ له خوا مرسته شوي خوراکي توکي ووېشل.

ياده مرسته کې هرې کورنۍ ته؛ ۵۰ کیلو اوړه، ١٠ لیتره غوړي، ٦ کیلو خورما، ١٠ کیلو وريژې، ‏١٠ کیلو نخود، ١٠ کیلو مکروني او ٣ کیلو مالګه، وويشل شول.

يادو کورنيو د دوست هیواد ترکيي له مرستو مننه وکړه، چې همیشه يي د بيوزلو او غريبو افغانانو لاسنیوي کړي او د ټولو خیریه بنسټونو يي د لا نورو مرستو غوښتنه وکړه ترڅو افغانان د راتلونکي سوړ ژمي د ناوړه اغيﺯو وژغوري.

 

 زابل

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۶:۳۹
Background image

خبرتيا

خبرتیا

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۱۶
Background image

د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۱۲ ماشومان کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل شول

د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۱۲ ماشومان کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل شول

نن سه شنبه د جمادي الأولی میاشتې پر ۲۴ مه، افغاني سرې میاشتې د تېر په څېر یو ځل بیا ۱۲ تنه د سوري زړه په رنځ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۳:۳۱
Background image

غور ولایت کې ۶۹۱۵ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي

غور ولایت کې ۶۹۱۵ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي

د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د تېرو ۳۰ ورځو په لړ کې د غور ولایت په بېلابېلو سيمو کې د یادو ناروغانو له جملې د ۲۴۱۱. . .

BACK TO NEWS