زابل
افغاني سرې مياشتې د ربیع الاول په ١٠مه نېټه د زابل ولایت په مرکز قلات کي ۴۰۰ سروې شويو سېلاب ځپلو کورنیو ته د دوست هیواد ترکیي د (IHH) خیریه بنسټ له خوا مرسته شوي خوراکي توکي ووېشل.
ياده مرسته کې هرې کورنۍ ته؛ ۵۰ کیلو اوړه، ١٠ لیتره غوړي، ٦ کیلو خورما، ١٠ کیلو وريژې، ١٠ کیلو نخود، ١٠ کیلو مکروني او ٣ کیلو مالګه، وويشل شول.
يادو کورنيو د دوست هیواد ترکيي له مرستو مننه وکړه، چې همیشه يي د بيوزلو او غريبو افغانانو لاسنیوي کړي او د ټولو خیریه بنسټونو يي د لا نورو مرستو غوښتنه وکړه ترڅو افغانان د راتلونکي سوړ ژمي د ناوړه اغيﺯو وژغوري.