ارزګان کې ۳۰۰ کورنیو ته حفظ الصحه توکي وویشل شول!

د ارزګان ولایت په چرمستان او اړوندو سیمو کې ۳۰۰ بې ځایه شویو، بېوزلو او زیانمنو کورنیو ته حفظ الصحه توکو بستې وویشل شوې.
په یادو بستو کې هرې کورنۍ ته سطل، د اوبو بوشکې، جان پاکونه، د ځان وینځلو صابونونه، د کالیو وینځلو صابونونه، د غاښونو کریمونه او برسونه، شامپو او ګڼ نور توکي وویشل شول.


