د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست مرستیال د نړیوال اسلامي سازمان د غذا ساتنې له رییس سره وکتل!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۳۰ - ۹:۱۵
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست مرستیال د نړیوال اسلامي سازمان د غذا ساتنې له رییس سره وکتل!

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د نړیوال اسلامي سازمان د غذا ساتنې له رییس ښاغلي یرلان بیدولیت سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه ترسره کړه.

ددې لیدنې په پیل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي د نړیوال اسلامي سازمان د غذا ساتنې رییس ښاغلي یرلان بیدولیت ته د هرکلی او ښه راغلاست ترڅنګ یاد سازمان سره د هر ډول همکارۍ ته چمتوالی وښود، نوموړي وویل چې مونږ بنسټیزو مرستو ته اړتیا لرو، په ځانګړي توګه د زراعت په برخه کې ډیرې همکارۍ ته اړمن یو، ځکه په دې وروستیو کې په ټول افغانستان کې کوکنار بند شول، نو لازمه ده چې بدیل یې ولټول شي او کروندګر د نورو بوټو او فصلونو کرلو ته وهڅول شي، د اسلامي همکارۍ د سازمان ټول پروګرامونه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لارې په ډېر ښه او غوره بڼه ترسره کېدای شي ځکه مونږ په افغانستان کې پراخه تشکیل لرو، مونږ له اسلامي همکاریو سازمان سره په پوره شفافیت ګډ کار ته چمتو یو، مونږ هیله من یو چې په کومه خبره پرېکړه کوو په هغې عملي اقدام وکړو.

موږ په ټول افغانستان کې فعالیت لرو، شاوخوا یونیم سل مرکزونه لرو چې له لارې یې د بې سرپرسته وګړو سره مرسته کوو. مونږ د روان کال له پیل سره سم په هر زون کې له ۱۰۰۰ بې کسه کورنیو سره له مرستونونو بیرون مرسته کوو.

افغاني سره میاشت دا مهال د کرونا پر وړاندې د مبارزې، د ۴۰۰۰ سترګو ناروغانو د عملیاتونو، د اقتصادي ودې لپاره د کسبونو د زده کړې او داسې نورو فعالیتونو باندې بوخته ده.

افغاني سره میاشت یوه خپلواکه اداره ده چې ۱۷ ډوله عواید لري، ځیني وخت له خارجي ډونرانو هم مرسته غواړو.

ورپسې د نړیوال اسلامي سازمان د غذا ساتنې رییس په یاده لیدنه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې ستاسې اداره ډېره فعاله ده. بیا یې د خپلې ادارې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، نوموړي وویل:

زمونږ اداره په څلورو براعظمونو کې فعالیت تر سره کوي، چې د غړو شمیر مو ۵۷ تنو ته رسیږي، افغانستان د جمهوریت د دورې پر مهال زمونږ د ادارې غړیتوب ترلاسه کړی، زموږ اداره د زراعت، د غذایي ذخیرې، د قربانۍ د غوښې او د شنو بوټو د ویشنې په برخه کې کار کوي، له افغاني سرې میاشتې مو هیله ده چې د اوبو د تصفیې د ماشینونو په وېش او اړمنو ته په رسولو کې له موږ سره مرسته وکړي.

نوموړي وویل، زموږ اداره یوه نړیواله اداره ده، افغانستان ته د عملي اقداماتو لپاره راغلي یو، مونږ وعدې نه بلکې عملي کار کوو، له سیاست سره هیڅ تړاو نه لرو لوی هدف مو د بشري مرستو وېشنه ده. مونږ هیله من یو چې په افغانستان کې له سرې میاشتې سره ګډکار وکړو، هرڅومره مرسته چې تر لاسه کړو ټوله به وویشو، ترڅو په افغانستان حاکمه لوږه کمه کړو.

په پای کې دواړه لوریو د په یاده لیدنه خوښي څرګنده کړه او په راتلونکي کې د لا زیاتې همکارۍ هیله مندي وښوده.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست مرستیال د نړیوال اسلامي سازمان د غذا ساتنې له رییس سره وکتل!

 

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست مرستیال د نړیوال اسلامي سازمان د غذا ساتنې له رییس سره وکتل!

 

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست مرستیال د نړیوال اسلامي سازمان د غذا ساتنې له رییس سره وکتل!

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۷:۶
Background image

لغمان کې ۱۹۰ راستنو شوو کورنیو ته روغتیایي بستې ورکړل شوې

دوشنبه، ۱ رجب ۱۴۴۷
د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې افغاني سرې میاشتې له ۱۹۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره له روغتیایي ستونزو څخه د مخنیوي په موخه د روغتیایي بستو مرسته وکړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۶:۵۹
Background image

له مرستې تر ځان بسیاینې؛ په هرات او لوګر کې ۱۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۱ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په هرات او لوګر ولایتونو کې له ۱۰۰ راستنو شوو کډوالو، اړمنو او بې سرپرسته کورنیو سره د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو او ځان بسیاینې په موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۲:۴۵
Background image

کندهار کې ۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۱ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په کندهار ولایت کې له ۵۰ راستنو شوو کډوالو، اړمنو او بې سرپرسته کورنیو سره یو میلیون (۱،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته. . .

BACK TO NEWS