د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس د IHH له رییس سره وکتل!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۹ - ۸:۲۴
سر پرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با رئیس IHH دیدار نمود

د شنبې په ورځ د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري میاشتې پر ۲۷ مه چې د ۱۴۴۳ کال د روژې مبارکې میاشتې له ۱۵ مې نېټې سره سمون لري د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د IHH له رییس ښاغلي عبدالله التای سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د بدن د مصنوعي غړو او روغتیا په اړه خبرې وشوې.

همدارنګه د IHH مؤسسې رییس ژمنه وکړه، چې غواړو په لومړي قدم کې افغاني سرې میاشتې ته د ۱۵۰۰ ټُنه او ورپسې په دوهم قدم کې د ۵۰۰ ټُنه اوړو مرسته وسپارو.

همدارنګه ښاغلي عبدالله التای ژمنه وکړه، چې کابل ته یو تخنیکي ټیم لېږو ترڅو د اړمنو او بېوزله وکړو ستونزې له نیږدې وڅاري او په هواري کې یې ورسره مرسته وکړي.

په پای کې د افغاني سرې میاشتې او IHH مؤسسې ترمینځ یو تفاهم لیک لاسلیک شو، چې ورسره به له دې وروسته د IHH مؤ سسې کړنې او فعالیتونه له افغاني سرې میاشتې سره په پوره همغږۍ ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده، چې IHH د ترکیې یو غیر دولتي سازمان دی، چې له ۱۹۹۲ زیږدیزکال راپدیخوا تاسیس شوی او د نړۍ په شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو کې فعالیت ترسره کوي

 

سر پرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با رئیس IHH دیدار نمود

 

سر پرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با رئیس IHH دیدار نمود

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۶:۳۹
Background image

خبرتيا

خبرتیا

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۱۶
Background image

د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۱۲ ماشومان کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل شول

د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۱۲ ماشومان کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل شول

نن سه شنبه د جمادي الأولی میاشتې پر ۲۴ مه، افغاني سرې میاشتې د تېر په څېر یو ځل بیا ۱۲ تنه د سوري زړه په رنځ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۳:۳۱
Background image

غور ولایت کې ۶۹۱۵ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي

غور ولایت کې ۶۹۱۵ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي

د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د تېرو ۳۰ ورځو په لړ کې د غور ولایت په بېلابېلو سيمو کې د یادو ناروغانو له جملې د ۲۴۱۱. . .

BACK TO NEWS