د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس د ترکيې هېواد د دیانت وقف خیریه بنسټ او اوقافو څانګې له مسوولینو سره وکتل!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۷ - ۸:۸
سرپرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با مسولین بنیاد خیریه دیانت وقف و شعبه اوقاف کشور ترکیه ملاقات نمود !

پنجشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري پر ۲۵ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ترکیې هېواد د دیانت وقف خیریه بنسټ له رییس ښاغلي احسان اجیق او د ترکیې هېواد اوقافو څانګې له مسوولینو سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو او شته ستونزو په اړه مالومات وړاندې کړل.

په مقابل کې ښاغلي احسان الله اجیق د افغاني سرې میاشتې پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ له افغانانو سره د ترکیې هېواد د غوره اړیکو یادونه وکړه، همدارنګه نوموړي د دیانت وقف خیریه بنسټ لوري د افغاني سرې میاشتې رییس ته د هر اړخیزې مرستې ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې په لومړي قدم کې به یو ګرځند روغتیایي ټیم په ټولو وسایلو سمبال چمتو کوي. همدارنګه یې په سوري زړه د اخته ناروغانو د درملنې ژمنه هم وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د دیانت وقف خیریه بنسټ د نړۍ په ۱۴۹ هېوادونو کې بشرپالې کړنې ترسره کوي په ځانګړې توګه د ښوونځیو، مسجدونو، د څښاک اوبو رسولو، د ژورو څاګانو کیندلو او نور، چې په افغانستان کې هم د یتیمانو او ژورو څاګانو د کیندلو په برخه کې فعالیت ترسره کوي.

په دې لیدنه کې د افغاني سرې میاشتې سربرست رییس، ورسره مل پلاوي، د ترکیې هېواد د سرې میاشتې اجرائیوي رییس او د ترکیې د سرې میاشتې لوړرتبه کارکوونکو شتون درلود.

 

سرپرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با مسولین بنیاد خیریه دیانت وقف و شعبه اوقاف کشور ترکیه ملاقات نمود !

 

سرپرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با مسولین بنیاد خیریه دیانت وقف و شعبه اوقاف کشور ترکیه ملاقات نمود !

 

سرپرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با مسولین بنیاد خیریه دیانت وقف و شعبه اوقاف کشور ترکیه ملاقات نمود !

 

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

لوګر؛ د ترافیکي پېښې د قربانيانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

جمعه، ۳۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې له هغو ٣ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې له پاکستان څخه د راستنېدو پر مهال یې د کډې بار موټر په لغمان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

BACK TO NEWS