نیمروز کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۸۰۰ کورنیو ته مرسته وویشل شوه!
د نیمروز ولایت په کنګ او چخانسوز ولسوالیو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۸۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته اوړه، مکروني، غوړي، رُب، وې شیدې، مالګه او یو شمېر نور توکي شامل وو.