کابل؛ له ۱۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه
یکشنبه، ۴ جمادی الآخره ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرکزي دفتر کې د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو له ۱۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.
په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو دال نخود، ۱۰ کیلو مکروني، ۱۰ کیلو وریجې، ۱۰ لیټره غوړي، بوره، چای، روب، بسکټ او دوه کمپلې ورکړل شوې.
یاده مرسته د اړمنو کورنیو د ملاتړ او د هغوی د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
