نیمروز؛ ۵۰ راستنو شویو کورنیو ته د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت معیشتي مرستې ووېشل شوې

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۳۸
N

یکشنبه، ۲۰ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې له ۵۰ راستنو شویو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیل او عاید ترلاسه کولو په موخه د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت نغدي مرسته او اړین توکي ووېشل.

دغه مرستې د ډنمارک سره صلیب په مالي ملاتړ برابرې شوې وې، چې له مخې یې ۲۴ کورنیو ته د خیاطۍ ماشینونه او اړین وسایل، ۲۴ کورنیو ته د څارویو پېرلو لپاره هرې یوې ته ۲۵ زره افغانۍ او دوو کورنیو ته د جامو مینځلو ماشینونه ورکړل شول.

تمه ده چې دغه مرستې د یادو کورنیو لپاره د عاید د دوامدارو سرچینو په برابرولو او د هغوی د ځان‌ بسیاینې په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

افغاني سره میاشت د معیشتي مرستو له لارې هڅه کوي چې د راستنو شویو کورنیو اقتصادي وضعیت پیاوړی او د ځان‌ بسیاینې زمینه ورته برابره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۸
Background image

پکتیا؛ د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز پرانیستل شو

یکشنبه، ۲۰ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سویل ختیځ زون په کچه په پکتیا ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۳۸
Background image

نیمروز؛ ۵۰ راستنو شویو کورنیو ته د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت معیشتي مرستې ووېشل شوې

یکشنبه، ۲۰ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې له ۵۰ راستنو شویو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیل او عاید ترلاسه کولو په موخه د ۱.۴ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۸
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د المان د سولې کلي له استازو سره په اور سخت سوځېدليو ماشومانو د درملنې په اړه خبرې وکړې

یکشنبه، ۲۰ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیز الرحمن په کابل کې د المان د سولې کلي خیریه بنسټ له استازو ین يسن او کلاوډیا سره په کتنه کې د هغو افغان ماشومانو د. . .

BACK TO NEWS