نیمروز؛ ۵۰ راستنو شویو کورنیو ته د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت معیشتي مرستې ووېشل شوې
یکشنبه، ۲۰ جمادی الأولی ۱۴۴۸
افغاني سرې میاشتې د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې له ۵۰ راستنو شویو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیل او عاید ترلاسه کولو په موخه د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت نغدي مرسته او اړین توکي ووېشل.
دغه مرستې د ډنمارک سره صلیب په مالي ملاتړ برابرې شوې وې، چې له مخې یې ۲۴ کورنیو ته د خیاطۍ ماشینونه او اړین وسایل، ۲۴ کورنیو ته د څارویو پېرلو لپاره هرې یوې ته ۲۵ زره افغانۍ او دوو کورنیو ته د جامو مینځلو ماشینونه ورکړل شول.
تمه ده چې دغه مرستې د یادو کورنیو لپاره د عاید د دوامدارو سرچینو په برابرولو او د هغوی د ځان بسیاینې په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
افغاني سره میاشت د معیشتي مرستو له لارې هڅه کوي چې د راستنو شویو کورنیو اقتصادي وضعیت پیاوړی او د ځان بسیاینې زمینه ورته برابره کړي.
