کابل؛ افغاني سره میاشت او ناروې سره صلیب د روغتیايي همکاریو ارزونه وکړه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۱:۴۴
K

دوشنبه، ۱۴ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې ټولنې او ناروې سره صلیب د ۲۰۲۶ کال د ګډو روغتیايي فعالیتونو د ارزونې، د نیمګړتیاوو د پېژندنې او د راتلونکو پروګرامونو د ښه تنظیم په موخه غونډه وکړه.

په غونډه کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال مولوي روح‌ الله عبدالسلام، په افغانستان کې د ناروې سره صلیب مشر محمد افتخار، د مرکزي دفتر او سیمه‌ ییزو زونونو رئیسانو او یو شمېر روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.

شيخ الحديث دلاور د ناروې سره صلیب له همکاریو مننه وکړه او له نړیوالو شریکانو سره یې د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د ناروې د سره صليب مشر د افغاني سرې میاشتې روغتیايي فعالیتونه وستایل او ویې ویل چې د طبیعي پېښو، د راستنېدونکو کډوالو د زیاتوالي او د بودیجې د کمښت سربېره، دې ادارې خپل بشري او روغتيايي فعاليتونه پر وخت او ښه شکل ترسره کړي دي. هغه ډاډ ورکړ، چې د ناروې سره صلیب به د افغاني سرې مياشتې ملاتړ ته دوام ورکړي او د رضاکارانو هڅې یې وستایلې.

مولوي روح‌ الله عبدالسلام د رواني ناروغانو د درملنې، د بې‌ سرپرسته کورنیو د لاسنیوي او نورو بشري خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د اړمنو هېوادوالو د ملاتړ په برخه کې یې د ادارې پر دوامداره هڅو ټینګار وکړ.

د روغتیايي خدمتونو رئیس ډاکټر عبدالله عرفان وویل، د خدمتونو کیفیت، ناروغانو ته پر وخت رسېدنه او اغېزمنتیا د روغتیايي پروګرامونو اساسي لومړیتوبونه دي.

په پای کې د راتلونکو فعالیتونو د ښه تنظیم لپاره د تجربو پر شریکولو او ګډو هڅو ټینګار وشو او همدا راز د رضاکارانو د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو ستاينه هم وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۱۸
Background image

ارزګان؛ ۵۰۰ اړمنو بزګرانو ته ۱۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۶ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې ۵۰۰ اړمنو بزګرانو ته ۱۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

د افغاني سرې میاشتې له لوري ترسره شوې دغه مرسته د سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۲:۳۷
Background image

میدان وردګ؛ ۱۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې۱۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۲:۲۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د قلبي روغتون له خدماتو لیدنه وکړه

چهارشنبه، ۱۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د دې ادارې اړوند قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ناروغانو د درملنې له بهیر او وړاندې کېدونکو. . .

BACK TO NEWS