لوګر، غزني؛ پر ۱۳۲ سېلاب ځپلو کورنیو ۱ میلیون او ۳۸۶ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۲:۱۸
Lg

یکشنبه، ۱۳ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې پر ۱۲۰ او د غزنې ولایت د مرکز په قلعه امیر محمد خان او روضې سیمو کې پر ۱۲ سېلاب ځپلو کورنیو په ټولیزه توګه ۱ میلیون او ۳۸۶ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

دغه مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

د دې مرستې موخه د سېلاب ځپلو کورنیو د بېړنیو او لومړنیو اړتیاوو پوره کول وو؛ څو له دې لارې وکولی شي خپلې اساسي اړتیاوې تر یو حده پوره کړي.

افغاني سره میاشت د سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له امله زیانمنو شوو کورنیو ته پر وخت اړینې بشري مرستې رسوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۲:۱۸
Background image

لوګر، غزني؛ پر ۱۳۲ سېلاب ځپلو کورنیو ۱ میلیون او ۳۸۶ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۳ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې پر ۱۲۰ او د غزنې ولایت د مرکز په قلعه امیر محمد خان او روضې سیمو کې پر ۱۲ سېلاب ځپلو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۲:۰
Background image

بغلان؛ ۵۰۰ زیانمن بزګران د ۱۱.۵ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمن شول

یکشنبه، ۱۳ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د جګړو او وچکالۍ له امله ۵۰۰ زیانمن بزګران د ۱۱.۵ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۸
Background image

لغمان، پنجشېر؛ له ۸۱ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۸۵۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۱۳ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د نورلام درې په سیمه کې له ۷۰ او د پنجشېر ولایت د درې ولسوالۍ په کرمان کلي کې له ۱۱ سېلاب ځپلو. . .

BACK TO NEWS