د کارموندنې خبرتيا!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۶:۱
د کارموندنې خبرتيا

Publish Date

Closing Date

Location

کندز

د دندې عنوان: د رواني ناروغیو ډاکټر

اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه

د دندې ځای: کندز

د بست ډول: رسمي، درېیم بست

د بستونو شمېر: ۱

جنسیت: ذکور

کاري وخت: پوره ورځ

د معاش کچه: د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم

د بست کوډ نمبر : hr@0339

د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:

١۴۴۸/۵/۸

۱۴۰۵/۷/۲۸

2026/20/Oct

 

 

د دندې تفصيل:

کلینیکي پاملرنه او د ناروغانو اداره:

• د ماشومانو د رواني ناروغیو په ګډون جامع رواني ارزونې، معاینات او تشخیصي مرکې ترسره کول.

• د هر ناروغ لپاره د درملنې انفرادي پلانونه جوړول، تطبیقول او څارنه یې کول.

• د افغانستان کلتوري شرايطو په پام کې نیولو سره د عامو رواني ناروغیو لکه اضطراب، خپګان، له ټراما وروسته رواني فشار (PTSD) تداوي کول.

• هغو ناروغانو ته په کور کې د ګرځنده روغتیایي ټیم له لارې خدمتونه وړاندې کول، چې روغتیايي مرکزونو ته د تګ توان نه لري.

• په بستري (Inpatient) او بیرونیو (Outpatient) څانګو کې له ۲۴ ساعته دوامدارې درملنې څخه ډاډ ترلاسه کول.

• هغه ناروغان پېژندل، چې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري، تاوتریخوالی پېښوي او د ځان ‌وژنې له خطر سره مخ وي او د اړتیا په صورت کې لوړو تخصصي خدمتونو ته راجع کول.

۲. اسناد او راپور ورکول

• د عامې روغتیا وزارت (MOPH) د معیارونو له مخې د ناروغانو بشپړ، پر وخت او دقیق طبي ریکارډونه ثبتول (د ناروغ شالید، تشخیص او د درملنې پلانونه).

• د رواني روغتیا د فعالیتونو په اړه اونیز او میاشتني راپورونه ترتیبول.

• د ناروغانو د معلوماتي ډېټابېسونو سمه ساتنه او تنظیم تضمینول.

۳. همغږي او روزنه

• د څو‌ رشتوي ټیم (Multidisciplinary Team) د غړي په توګه له نرسانو، سلاکارانو او نورو متخصصینو سره نږدې همکاري کول.

• کارکوونکو ته د دندې پر مهال روزنه، کلینیکي څارنه او تخنیکي ملاتړ برابرول، په ځانګړي ډول نرسانو او سلاکارانو ته.

• د رواني روغتیا د پوهاوي پروګرامونو او د ټولنې د لاسرسي (Community Outreach) په فعالیتونو کې ګډون کول.

 

د دندې شرایط:

۱ – د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ام ډي او ارواه پوهنې تایید شوی تحصیلي سند درلودل.

۲- د رواني روغتیا برخه کې یو کال کاري تجربه او یا د عامې روغتیا وزارت له لوري د رواني روغتیا د کورس تایید شوی سند درلودل.

۳- د هېواد په رسمي ژبو ( پښتو او فارسي) پوهېدل او له انګلیسي ژبې سره بلدتیا درلودل.

د عامې روغتیا وزارت د اګزېټ ازموینه یې ورکړې وي.

 

 

ګرانو کاندیدانو!

د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

 

برېښنا لیک:

hr@arcs.af

 

 

د اړیکې شمېره: ‪‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬

0701436832

 

یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies