لوګر:
د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ دهنو،باغ مزار،سراسیاب،پل کندهاري،صباک خېل، الوزي او د محمداغې لوی کلی کې دافغاني سرې میاشتې سروې ښیي،چې وروستیو سیلابونو دغو کلیو کې ۱ تن شهید کړی،۳ یې ټپیان کړي،۶۰ کورونه یې بشپړ ړنګ او ۲۴ نورو ته یې زیان اړولی او یو شمېر کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړي. د افغاني سرې میاشتې کارکوونکو او رضاکاران د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمنو وګړو د لاسنیوي هڅې کوي او دوی ته د لومړنیو مرستو په رسولو کې شپه او ورځ زیار باسي.