لوګر ولايت کې ١١١٢٩ تنو ته روغتیایي خدمات!

لوګر ولايت کې ١١١٢٩ تنو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د لوګر ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ٤٥٥٤ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ١٦١ تنو ټپیانو پانسمان، ٤٦٣ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ٤١١٨ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٣٠٨ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ١٣٣٢ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ١٩٣ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.