‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له مل پلاوي سره د لويديځ زون له رياست ليدنه وکړه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۹:۴
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له مل پلاوي سره د لويديځ زون له رياست ليدنه وکړه

نن جمعه د جمادي الأولى د میاشتې پر ۶ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له مل پلاوي سره په هرات ولايت کې د لويديځ زون او هرات نماينده ګۍ له ریاستونو، د زون اړونده نماينده ګيو له رئيسانو، د افغاني سرې مياشتې مرستون، د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز، د خواجه عبد الله انصاري د سرک ترڅنګ ددې خيريه ملي ټولنې له ٢۵ جريبه ځمکې او د رواني ناروغانو د مرکز له ډاکټرانو او کارکوونکو سره وليدل.

نوموړي په ترسره شوې لیدنه کې مسئولینو ته د چارو د ښه ترسراوي په موخه د لازمو سپارښتنو ترڅنګ په ورسپارل شويو دندو کې پر اخلاص او رښتينولۍ تاکيد وکړ او مسٸولينو ته يې د شته ستونزو د حل په تړاو ډاډ ورکړ.
https://whatsapp.com/channel/0029VakrM9TIt5ror2mYP43x

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۷:۴۴
Background image

هرات؛ ۳۷ رواني ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لویدیځ زون په کچه په هرات ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۳۷ تنه نارینه ناروغان تر بشپړې درملنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۵۰
Background image

کابل؛ د پروژو د اغېزمن مدیریت او معياري پروپوزل ليکنې په اړه لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پلان‌ جوړونې آمریت له لوري د پروژو د پرمختللي مدیریت، پروپوزل لیکنې، څارنې، ارزونې، حساب‌ ورکونې او زده‌ کړې په برخو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

بدخشان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

یکشنبه، ٢ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۸۷۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS