کونړ!

د کونړ ولایت دسرې میاشتې نمایندګۍ له لوري راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د خاص کونړ ولسوالۍ په شالۍ دښته کې د مؤقتي سرپناه لپاره د کمپ په جوړولو کار پیل شوی دی چې نن په درېیمه ورځ، پنجشنبه د ربيع الثاني د میاشتې په ۲۵ مه، هم دوام لري،د یاد کمپ د جوړېدو په برخه کې ۲۰ شلو راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د شلو خېمو د سر پناه ترڅنګ څلور قلمه غیر خوراکي توکي هم په نظر کې نیول شوي دي، چې د راتلو سره سم به ورباندې ووېشل شي.