کونړ
د هېواد ختیځ کونړ کې تېره اونۍ زلزلې سلګونه کورونه زیانمن کړل. د افغاني سرې میاشتې له لوري زیانمنو کورنیو سره د مرستې په موخه سروې لا هم روانه ده. د افغاني سرې میاشتې وروستۍ سروې ښیي ددې ولسوالۍ دشماست،لوی خوړ ،کارسنک، کارمګل او دیمنجګل کلیو کې وروستۍ زلزلې ٢٠٨ کورنۍ زیانمنې کړي.