کونړ

د هېواد په ختیځ کې وروستۍ زلزلې د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې زیانونه رامنځ ته کړي. د یادې ولسوالۍ په دودیرو، لوی کلي، ډیمپور، بند غاړې او کیشني سیمو کې د افغاني سرې میاشتې د سروې د ټیمونو له لوري تر دمګړۍ ۶۵ کورنۍ زیانمنې تثبیت شوي.سیمه کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د پاتې زیانمنو کورنیو تثبیت جریان لري.
افغاني سره میاشت هوډ لري زیانمنو کورنیو ته اړینې مرستې ورسوي او د تل په څېر د هېوادوالو لاسنیوي ته دوام ورکړي.

