کونړ؛ ۷۰۰ زلزله ځپلې کورنۍ د څه باندې ۱۰۷ ټنه خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۷:۱۴
کونړ؛ ۷۰۰ زلزله ځپلې کورنۍ د څه باندې ۱۰۷ ټنه خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

دوشنبه، ۱۵ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په هدایت، د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اړوند په بېلابېلو سیمو کې له ۷۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره ۱۰۷.۴۵۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۱۵۳.۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا، شین چای، مالګه او بیسکټ پکې شامل وو.
همدا راز، هرې کورنۍ ته یوه د روغتیا ساتنې بسته هم ورکړل شوه.
دا مرسته له یادو کورنیو سره د بېړنیو او ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۶:۲۴
Background image

عمومي رئیس د افغاني سرې میاشتې د سپورتي لوبډلو لوبغاړي وهڅول او د ملاتړ ډاډ یې ورکړ

شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام او د مقام سلاکارانو په حضور کې د دې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۵۳
Background image

په نورستان کې د واورې ورښتونو زیانمنو ته نغدي مرسته ورسول شوه

شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ اړوند د کوردر سیمې له هغو دوو کورنیو سره، چې د واورې د ورښتونو له امله زیانمنې شوې وې، ۴۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کابل کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

شنبه، ١٧ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کابل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٦٧٥٤ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو. . .

BACK TO NEWS