کابل کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده
شنبه، ١٧ شوال ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کابل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٦٧٥٤ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٧٢٠٤ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
