عمومي رئیس د افغاني سرې میاشتې د سپورتي لوبډلو لوبغاړي وهڅول او د ملاتړ ډاډ یې ورکړ
شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام او د مقام سلاکارانو په حضور کې د دې ادارې اړوند پینګ پانګ، والیبال او باسکټبال لوبډلو له لوبغاړو سره د هغوی د هڅونې په موخه ناسته وکړه.
ناسته کې عمومي رئیس د یادو لوبډلو د وروستیو لاسته راوړنو او اتلولیو ستاینه وکړه او لوبغاړي يې د لا ډېرو هڅو تر سره کولو ته وهڅول.
ښاغلي دلاور د لوبډلو لوبغاړو ته ډاډ ورکړ چې د افغاني سرې میاشتې اداره به تل د دوی ملاتړ کوي. نوموړي له هغوى وغوښتل؛ څو خپل منځ کې اتحاد، اتفاق او ورورولي پیاوړې کړي او د ښو اخلاقو او سپورتي روحيې ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي.
ناسته لوبغاړو ته د ډالیو په وېش پای ته ورسېده.
افغاني سره میاشت د سپورتي فعالیتونو او بدني روزنې له لارې هڅه کوي، چې په ټولنه کې د سالم فکر لرونکی ځوان نسل وروزي، رواني ثبات پیاوړی کړي او خپل بشري فعالیتونه خلکو ته په ښه ډول ور وپېژني.
