عمومي رئیس د افغاني سرې میاشتې د سپورتي لوبډلو لوبغاړي وهڅول او د ملاتړ ډاډ یې ورکړ

arcs_website_admin
Sat, Apr 04 2026 4:24 PM
K

شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام او د مقام سلاکارانو په حضور کې د دې ادارې اړوند پینګ پانګ، والیبال او باسکټبال لوبډلو له لوبغاړو سره د هغوی د هڅونې په موخه ناسته وکړه.

ناسته کې عمومي رئیس د یادو لوبډلو د وروستیو لاسته راوړنو او اتلولیو ستاینه وکړه او لوبغاړي يې د لا ډېرو هڅو تر سره کولو ته وهڅول.

ښاغلي دلاور د لوبډلو لوبغاړو ته ډاډ ورکړ چې د افغاني سرې میاشتې اداره به تل د دوی ملاتړ کوي. نوموړي له هغوى وغوښتل؛ څو خپل منځ کې اتحاد، اتفاق او ورورولي پیاوړې کړي او د ښو اخلاقو او سپورتي روحيې ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي.

ناسته لوبغاړو ته د ډالیو په وېش پای ته ورسېده.

افغاني سره میاشت د سپورتي فعالیتونو او بدني روزنې له لارې هڅه کوي، چې په ټولنه کې د سالم فکر لرونکی ځوان نسل وروزي، رواني ثبات پیاوړی کړي او خپل بشري فعالیتونه خلکو ته په ښه ډول ور وپېژني.

Latest news

Tue, Jun 16 2026 3:59 PM
Background image

AFN 525,000 in Cash Assistance Provided to 50 Flood-Affected Families in Takhar

Tuesday, June 16, 2026

 

The ARCS distributed AFN 525,000 in cash assistance to 50 flood-affected families in the Bangi and Ishkamish districts of Takhar Province.

The assistance was. . .

Tue, Jun 16 2026 3:32 PM
Background image

Kabul: ARCS Volleyball Team Wins Kabul Cup Championship

Tuesday, June 16, 2026

 

The ARCS Volleyball Team won the championship title of the 13th Kabul Cup Volleyball Tournament. Organized by the General Directorate of Physical Education. . .

Mon, Jun 15 2026 4:49 PM
Background image

Baghlan: AFN 2.6 Million in Cash Assistance Distributed to 250 Flood-Affected Families

Monday, June 15, 2026

 

The ARCS distributed AFN 2.625 million in cash assistance to 250 flood-affected families in Pul-e-Khumri, the capital of Baghlan Province.

The assistance was. . .

BACK TO NEWS