کونړ؛ له ۳۰۰۰ داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د ۴۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستو لړۍ پیل شوه
یکشنبه، ۳۰ ربیعالأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري په کونړ ولایت کې له ۳۰۰۰ داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د ۴۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه.
د مرستو د وېش په لومړۍ ورځ د اسعد آباد ښار د بېلابېلو سیمو ۱۵۵ کورنیو ته ۲ میلیونه او ۳۲۵ زره افغانۍ ووېشل شوې، چې هرې کورنۍ ته ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
دغه مرستې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري چمتو شوې دي.
ټاکل شوې ده چې سبا په ناړۍ ولسوالۍ کې هم ۲۸۴۵ داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته ۴۲ میلیونه او ۶۷۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شي.
افغاني سره میاشت د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، چې د پېښو له امله بې ځایه شویو کورنیو ته د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او له خپلو مېنو د لرې کېدو له امله د رامنځته شوو ستونزو د راکمولو لپاره لازم ملاتړ برابر کړي.
