کونړ؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د زلزله‌ ځپلو له مؤقتي پنډغالي لیدنه وکړه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۲۱:۱
K

پنجشنبه، ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو له مؤقتي پنډغالي څخه لیدنه وکړه.

لیدنه کې ښاغلي دلاور د زیانمنو شوو کورنیو لپاره د افغاني سرې میاشتې له‌ لوري د نصب شوو خېمو، د پخو خوړو د وېش، د څښاک اوبو، روغتیایي خدمتونو او د بېړنیو مرستو د وېش څخه له نږدې ارزونه وکړه.

نوموړي وویل: افغاني سره میاشت په ټول توان سره هڅه کوي، څو زلزله ځپلو ته بشري خدمتونه په وخت ترسره کړي، ستونزو ته يې زر تر زره رسېدنه وکړي او د اړتیا پر مهال ورته بېړنۍ بشري مرستې ورسوي.

ښاغلي دلاور ټینګار وکړ، چې د افغاني سرې میاشتې هڅه دا ده، چې د طبیعي پېښو پر مهال خلک یوازې پرېنږدي او د دوامدار ملاتړ له لارې د هغوی عادي ژوند ته د ستنېدو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS